د حکومت مخال ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پر وزیر اعظم نواز شریف غږ وکړ، تر هغو چې پلټنې ترسره نه وي رسېدلې دی دې له خپلې څوکۍ هیسته شي. له خبریالانو سره د خبرو مهال نوموړي وویل، نواز شریف تر پلټنو لاندې دی نو څنګه وزیر اعظم پاته کېدلی شي. د خپلې دندې جاري ساتلو لپاره له ده سره څه اخلاقي جواز دی؟

په ۱۹۷۹ز کال کې يې وطن ته په ستنېدو د لاهور په های کورټ کې وکالت پیل کړ او په ۱۹۸۵ز کې د سپریم کورټ وکیل شو.

اصف سعید کوسه د ۱۹۹۸ز کال د مې پر ۲۱مه د لاهور های کورټ قاضي او تر دې وروسته په ۲۰۱۰ز کال کې د سپریم کورټ جج شو.

د ۲۰۰۷ز کال په نومبر کې چې پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف بیړنی حالت نافذ کړ او ایین یې وځنډاوه نو کوسه یو له هغو قاضیانو څخه وو چې د ولسمشر له لنډمهالي امر سره یې سم د دندې لوړه و نه کړه.

په پېښور کې میشت د ننګرهار سباوون ننګرهاری چې د ځیرک او بیداره ماشوم په نامه پېژندل کېږي وايي، د داسې تعلیمي اصلاحاتو په لټه کې دی چې په مټ یې ټولنې ته یو کامله او روغ کول په برخه شي. د مشال راډيو خبریالې رابعې اکرم خان ورسره خبرې کړې.